د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، چې د تورخم دروازه د امنیتي ګواښونو له امله تړل شوې ده. مېرمن بلوچ د جمعه په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې په دې اړه یې خپلې اندېښنې له اسلامي امارت سره شریکې کړې دي. د هغې په خبره، د ډېورنډ فرضي کرښه باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د امن پوله وي. نوموړې یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه نښته رامنځ ته شوه. دا په داسې حال کې ده چې تورخم دروازه د درېیمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده ده، چې یو شمېر خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. که څه هم د ممتاز دغو څرګندونو په اړه دطالبان حکومت تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې، خو د تورخم د جګړې پر مهال یې ویلي وو، چې دا موضوع به تعقیب او د نښتې اصلي سبب به پیدا کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/26880